Language

ملګرو ملتونو افغانستان کې د کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړ

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په افغانستان کې د کورنيو بې‌ځایه شوو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه پروژه کې - چې د آغاخان پراختیايي شبکې په مرسته پیل شوې - د وړو په تېره هغو کاربارونو لپاره چې ښځې یې چلوي، پر شرایطو برابرو کسانو ته له ۲۵ زرو تر ۳۰۰ زرو افغانیو پور ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «هغه راستنېدونکي او بې‌ځایه شوي افغانان کولای شي ياد کوچني پورونه ترلاسه کړي چې عمرونه یې د ۱۸ څخه تر ۶۰ کلونو پورې وي، د اعتبار وړ پېژندکارت ولري او د سوداګرۍ منطقي پلان یې برابر کړی وي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د يادو پورونو د ورکړې موخه، په افغانستان کې تر ټولو زیان‌منونکو خلکو ته ګټه رسول دي؛ ځکه چې دوی تولیدي اقتصادي فعالیتونو ته ځي.

login or register a new account.