Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا عبدالغني برادر د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لېدنه کړې او له قراردادي شرکته یې غوښتي چې د دغه کان عملي چارې ژر پیل کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.

سرچینې لیکلي، ملا برادر د مس عینک کان د هېواد له‌پاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله، له چین څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه کان عملي چارې دې ژر پیل کړي.

ملا برادر همداراز په دغه سیمه کې د پروژې د قراردادي شرکت «ام‌سي‎‌سي» له مسوولینو سره هم کتلي او هغوی ته یې په دې سیمه کې د شته لرغونو اثارو د لېږد په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

د راپورونو له مخې، د مس عینک کان – چې د څه باندې ۱۱ میلیون ټنو مسو د شتون اټکل پکې شوی – د استخراج تړون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له یوې چینايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسليک شوى دى.

د یاد کان په سیمه کې کیندنې شوې او یوازې په ۱۳۹۹ کال کې هلته ۳۱۰۰ تاریخي اثار موندل شوي؛ خو د کان اړوندې چارې ډېرې ورو پر مخ تلې او تر اوسه یې د استخراج چارې نه دي پېل شوې. د مس عینک کان په نړۍواله کچه د مسو دویم تر ټولو لوی کان دی.

د راپورنو له مخې، درې ورځې مخکې (د لېندۍ په دوېمه) هم د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت اجرائیوي مرستیال اوومین د ریاست‌الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي وو چې د عینک له سيمې څخه د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه د کان‌کېندنې چارې پيل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.