Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، د دایکنډي ولایت د مرکز اړوند په سیواک شیبر سیمه کې د عملیاتو پر مهال یو امنیتي کس او نهه وسله‌وال وژل شوي، دوه امنیتي کسان او څلور وسله‌وال ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې وړمه ورځ د دایکندي ولایت مرکز اړوند سیوک شیبر سیمه کې په یوه کور کې د وسله‌والو کسانو د شتون راپورونه ترلاسه شول.

سرچینې لیکلي چې د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو دوه ځلې د سیمې سپين‌ږیږي ور ولېږل چې وسله وال کسان باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د «بغاوت» هڅه ونه کړي، خو له بیا بیا هڅو سره سره یادو کسانو د وسلې له غورځولو انکار وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي: «وروسته امنیتي ځواکونه اړ شول دغه ځای ته داخل شي چې له غبرګون سره مخ شول، یو تن شهید او دوه نور ټپيان شول، بیا امنیتي ځواکونو هم متقابل برید وکړ چې له امله يې ۹ تنه مسلح کسان ووژل شول او د څلور تنه په متقابلو ډزو کې ټپيان شول.»

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان ټول وسله‌وال وو او هلته د ماشومانو وژل کېدل یا کوم بل زیان رسېدل حقیقت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي په سیواک شیبر کلي کې څلور هلکان چې عمرونه یې د یوه او څوارلسو کلونو ترمنځ وو، په یوه برید کې وژل شوي دي.

سرچینې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي خو د دې پېښې په اړه یې خواشیني ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.