قلعهنو (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د بادغیس د عامې روغتیا ریاست سرپرست، په دغه ولایت کې سږ د تېر کال په پرتله د شري ناروغۍ پېښو د درې برابره لوړېدو خبر ورکوي او د دغې ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل ترڅنګ، له کورنیو غواړي، څو خپل له ۹ میاشتو تر ۵ کلنۍ ماشومان واکسین کړي.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست سرپرست مولوي غلام رسول سروري د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل، د شري ضد واکسین کمپاین نن (د لېندۍ ۵مه) پیل شوی چې په جوماتونو کې به له ۹ میاشتو تر ۵ کلنۍ ماشومان ترې برخمن شي او باید کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي.
سروري زیاتوي، دغه کمپاین به ۱۰ ورځې دوام وکړي چې له ابکمري ولسوالۍ پرته به د بادغیس ټولې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي.
خو نوموړی وایي، په روان کال کې یې د شري ۱۲۷۱ مثبتې پېښې ثبت کړې چې له دې ډلې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سروري وویل: «له بدهمرغه سږ کال یاده ناروغي څو برابره ډېره شوې چې د اندېښنې وړ ده، د خلکو نه پوهاوی او د بدن دفاعي سیستم کمروزي د پېښو د زیاتوالي لاملونه دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په یاد ولایت کې د شري ناروغۍ ۳۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له دې ډلې ۷ کسان مړه شوي وو.