کندهار (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۱): کندهار کې په داسې حال کې د شري واکسین کمپاین پیل شو چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده.
چارواکي وايي، د شري واکسین کمپاین په لړ کې- چې نن پیل شو او لس ورځې به دوام وکړي- په کندهار ښار او ولسوالیو کې به ۲۷۹ زره ماشومان واکسین شي.
د کندهار د کتلوي معافیت امر حزبالله فطرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د شري واکسین دغه کمپاین پر مهال به د ۶۴۸ ټیمونو له خوا، له ۹ میاشتو تر ۵ کلونو عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.
هغه زیاته کړه، سږ کال په کندهار کې د شري ناروغۍ ۱۵۰۰ پېښې ثبت شوې له امله یې ۶ ماشومان مړه شوي دي.
دی وايي: «موږ سږ کال د شري ۱۵۰۰ پېښې لرو، ۶ تنه ماشومان ورڅخه مړه شوي دي، په تېر ۲۰۲۱ کال کې که څه هم دقیق ارقام نشته، خو پېښې شاوخوا دوه زره وې او ۴ ماشومان ورڅخه مړه شوي وو.»
دی وایي، د شري ناروغۍ د پیل شوي واکسین کمپاین په لړ کې به په ټوله سوېلي حوزه کې ۵۰۰ زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د کندهار د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب بیا وایي، اوسمهال د پولیو او شري ناروغیو د مخنیوي کمپاینونه په ټول کندهار کې په ښه ډول تطبیقیږي او پر وړاندې یې کومه ستونزه نشته.
هغه پر خلکو غږ وکړ چې د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره له واکسیناتورانو سره پوره همکاري وکړي، څو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسېږي.
ده زیاته کړه: «پخوا به موږ د واکسین کمپاینونو پر مهال له ځينو ستونزو سره مخ وو، خو اوس هیڅ ستونزه نشته او خلک باید ټولو هغه ماشومانو ته چې عمرونه یې د ۹ میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ وي، د شري ناروغۍ د مخنیوي واکسین ورکړي.»
دیني عالمان هم وایي، خلک دې د شري مخنیوي واکسین د تطبیق په برخه کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي او د جوماتونو امامان دې هم د واکسین په اړه خلکو ته سپارښتنه وکړي.
یو دیني عالم مولوي حبیبالله په دې اړه وایي: «ټولو خلکو او دیني عالمانو ته په کار ده چې د شري ناروغۍ د واکسین په برخه کې همکاري وکړي، څو ټول ماشومان له دې وژونکې ناروغۍ وژغورل شي.»
روغتیايي مسوولین وایي، د شري ناروغۍ د مخنیوي کمپاین پر مهال به په ټول هېواد کې شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.
که څه هم روغتیايي مسوولینو په ټول افغانستان کې د شري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر نه دی ښودلی، خو د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې چې تېره میاشت خپور شوی،راغلي چې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې تر ۷۱ زره زیاتې د شري پېښې ثبت شوې او ۳۷۸ ناروغان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن