مزارشریف (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ له مرکز مزارشریف څخه د یوې شخصي فابریکې تولید شوي بیسکېټ د حیرتان بندر له لارې قزاقستان ته صادر شول.
د الله شکور قناعتبخش تولیدي شرکت ريیس الله شکور قناعتبخش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې فابریکې تولید څلور ټنه بیسکېټ یې د حیرتان بندر له لارې قزاقستان هېودا ته صادر کړي دي.
هغه وايي، هڅه کوي چې دغه محصولات نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.
نوموړي بهر ته د افغانستان د کورنیو تولیداتو لېږد د افغانستان د اقتصادي ودې او په بهر کې د افغاني تولیداتو د پراختیا لپاره اغېزناک وباله.
په همدې حال کې د بلخ سوداګرۍ خونې ریاست اجرائیه امر احمدشکیب اکبري د یاد شرکت هڅې ستایي او هیلهمندي ښيي چې د دغو صادراتو پیل به په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د بازار لپاره لا ډېر باور او ارزښت پیدا کړي.
د يادونې ده، د الله شکور قناعتبخش تولیدي شرکت د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې شپږ سوه کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن