Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د هرات امنیتي خبرو اترو» لسمه غونډه سبا پیلېږي

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ (AISS) اعلان کړی چې د هرات د امنیتي خبرو اترو لسمه غونډه به سبا په تاجکستان کې پیل شي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو موسسې (AISS) پر ټویټر لیکلي، د هرات د «امنیتي خبرو اترو» لسمه غونډه به د روانې لېندې میاشتې په ۸مه او ۹مه د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې جوړه شي.

دغه بنسټ زیاته کړې: «د تېرو کلونو د تګلارې پر بنسټ، سږ کال به هم د افغانستان په شخړه کې د ښکېلو او لېوالو هېوادونو کارپوهان او استازي دغه کنفرانس ته راوبلل شي.»

سرچينې زياته کړې: «د هرات د امنيتي کنفرانسونو د لړۍ اصلي موخه په افغانستان کې د ۵۰ کلنې جګړې د اصلي لاملونو په اړه د لا ښه پوهاوي په موخه د خبرو اترو فضا رامنځته کول دي او هڅه کېږي څو د هېواد، سیمې او له سیمې ورهاخوا د شنونکو او پالیسي جوړوونکو ترمنځ فکري اجماع رامنځته شي.»

په دې غونډه کې به یو شمېر نظامي کارپوهان هم برخه واخلي.

په پام کې ده چې د هرات په امنیتي ناسته کې د اسیا د بېلابېلو هېوادونو استازي د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت، حکومت او قانون جوړونې، ټولنیزو خوځښتونو او د ملګرو ملتونو د رول په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.