اټلانټا (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې، د افغانستان نفوس ۴۱ میلیونه اټکل کړی او په چټکۍ سره د نفوسو پر ډېرېدو یې اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې په تازه سروې کې چې په دې وروستیو کې خپره شوې، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۱ میلیونه اټکل شوی دی. دغه اداره وايي، د افغانستان نفوس دا مهال په کال کې ۲.۲ سلنه زیاتېږي.
په داسې حال کې چې په نړۍواله کچه په کال کې د هېواد نفوس یو سلنه زیاتېدل منل شوی معیار ګڼل کېږي، خو د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان نفوس تر دې معیار دوه برابره چټک زیاتوالی مومي.
دا چې د نفوس دومره زیاتېدل د افغانستان لپاره څه معنا لري، د ملګرو ملتونو د نفوسو برخې چارواکې، سارا هرټوګ وايي: «د نړۍ یو له تر ټولو بېوزله هېواد په توګه، د افغانستان لپاره د نفوسو دومره زیاتېدل، په ځانګړي ډول د کوچنیانو د نفوس ډېرېدل، د هېواد لپاره ننګونې پيدا کولای شي؛ ځکه دغه کوچنیان د سالم ژوند تېرولو لپاره خدماتو ته اړتیا لري.»
که څه هم ملګرو ملتونو د افغانستان یوه هر اړخیزه سرشمېرنه اعلان کړې، خو دغه سروې عملاُ په افغانستان کې نه ده ترسره شوې. یاده سروې تر ډېره د افغانستان په تړاو له نورو سرچینو او په تېرو څو کلونو کې د راټولو شوو شمېرنو پر بنسټ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد نفوس ۳۴،۳ میلیونه اټکل کړی او وایي، د تېر کال په پرتله د نفوس د ډېرېدو کچه ۲،۱۴ سلنه ده.
د یادې ادارې له خوا د روان لمریز کال په وري میاشت (اپریل، ۲۰۲۲) کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو چې د یاد اټکل له مخې، په روان کال کې د هېواد د ټول نفوس له ډلې شاوخوا ۱۷،۵میلیونه وګړي چې ۵۱ سلنه کېږي، سړي او ۱۶،۸میلیونه يې چې ۴۹ سلنه کېږي، ښځې دي.
په اعلامیه کې راغلي، یاد اټکل ته په کتلو د هېواد د نفوس د ډېرېدو کچه د تېر کال په پرتله ۲،۱۴ سلنه ده او په بېلابېلو سیمو کې دا کچه توپیر لري؛ د کابل ښار د ۳.۷۵ سلنې نفوس ډېرېدو کچې په لرلو تر ټولو زیاته او کلیوالي سیمې د ۱.۷۸ سلنې نفوس ډېرېدو کچې په لرلو تر ټول کمه برخه کې راځي.
د ملګرو ملتونو شمېرې همدارنګه ښيي چې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د ښځو د مړینې شمېر د ګاونډيو هېوادونو په پرتله لوړ دی.
مېرمن هرټوګ وایي: «زموږ د ۲۰۱۷ کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو کې ۶۳۸ مېندې د زېږون پر مهال مري؛ په داسې حال کې چې دا شمېره په پاکستان کې ډېره کمه او یوازې ۱۴۰ ده.»
اټکل دا دی چې که حالات دغه ډول دوام وکړي، په افغانستان کې به د زېږون پر مهال د ښځو د مړینې شمېره لوړه او د خلکو منځنی عمر به راکم شي.
د نړۍ د نفوس په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې د اندېښنې وړ بل ټکی په ډېرو هېوادونو کې د ځوانانو په پرتله د ډېر عمر لرونکو خلکو د شمېر لوړېدل دي.
د ملګرو ملتونو د نفوس ادارې په سروې کې راغلي: «له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې په افغانستان کې د ثانوي کچې په ښوونځیو کې د زدهکوونکو اندازه د هېواد د نفوس ۴۴ سلنه ښودل شوې ده.»
راپور زیاتوي: «په ۲۰۱۹ کې د نړۍ د نفوس ۱۱ سلنه خلکو عمر له ۶۰ کلونو زیات وو. په ۲۰۵۰ کال کې په نړۍ کې به دا نفوس ۱۶ سلنې ته لوړ شي او په هرو شپږو کسانو کې یو به یې له ۶۵ کالو ډېر عمر لري. په ۲۰۱۹ کې د هغو خلکو چې عمرونه یې ۸۰ ته رسېدلي، ۱۴۳ میلیونه وو. په ۲۰۵۰ کې به د دوی نفوس درې چنده او ۴۲۶ میلیونو ته ورسېږي.»
ملګري ملتونه وايي، هر کال د نړۍ نفوس ۸۳ میلیونه زیاتېږي.
نوټ: په دې خبر کې د امریکا غږ پښتو څانګې له خبر څخه استفاده شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP