Language

بلخ کې د ۲۲ پراختیایي پروژو عملي چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، د ٢٢٠ ميليون افغانيو په لګښت يې د ٢٢ پروژو عملي چارې پيل کړې دي.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق د لېندۍ په اتمه پژواک ته وويل، د مزارشریف ښاروالۍ له خپلو راټول کړو عوایدو څخه د ۲۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د سړک جوړونې د ٢٢ پروژو عملي چارې پيل کړې دي.

هغه وايي چې د يادو پروژو په پيل سره سلګونه کسانو ته د کار کولو فرصتونه برابر شوي دي.

د ښاروال په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو قیر کول، کانکریټ کول او جغل‌اچول شامل دي چې د مزارشریف ښار په ۱۲ ناحیو کې پلې کېږي.

په همدې حال کې، د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي هم د يادو پروژو عملي کېدو ته خوښ دي.

د مزارشریف د کلالۍ سیمې اوسېدونکی حبیب‌الله وایي چې له ډېرو کلونو راهيسې د دې سيمې سړک خراب دى او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ دي.

خو دى زياتوي چې دا مهال د ياد سړک د جوړولو چارې پيل شوې دي چې په بشپړېدو سره به يې د خلکو ستونزې هوارې شي.