ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د تطبیق په اړه خبرې وکړې

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د تطبیق په اړه خبرې وکړې

author avatar
29 Nov 2022 - 17:03
افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د تطبیق په اړه خبرې وکړې
author avatar
29 Nov 2022 - 17:03

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي، ولس او حکومت په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي پېل ته په بې صبرۍ سره انتظار باسي.

دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ شهاب‌الدین دلاور نن په کابل کې د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس محمد‌مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي دي.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: «د ټاپي د ګاز نل‌لیکې پروژه یوه ستره اقتصادي او ټولنیزه پروژه چې د افغانستان په خاوره کې په پلې کېدو سره به یې په هېواد کې کاري فرصتونه او پانګونې زیاتې شي.»

دلاور په دې لیدنه کې زیاته کړې چې افغان ولس او حکومت په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي پېل ته په بې صبرۍ سره انتظار باسي.

هغه وايي، اوس په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه دی، باید له دې فرصته ګټه پورته شي او دواړو هېوادونو په همکارۍ سره دې هر څومره ژر چې کېږي، د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي.

په دغه لیدنه کې دغه‌راز د ټاپي پروژې اجراییوي رییس محمد‌مراد امانوف د دې پروژې د پلانونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

امانوف وویل، ترکمنستان د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلولو لپاره چټک کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان سره په دې اړه یو واضح کاري پلان شریک کړي.

ده دغه‌راز وویل، په هرات ولایت کې به د ګازو د وېش د زېرمو جوړولو په برخه کې د ترکمنستان د همکارۍ په اړه مشخص پروګرام وړاندې کړي.

د یادونې ده، د ټاپي پروژې تخنيکي چارې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې پیل شوې، خو د ګازو د لېږد عملي کارونه تر اوسه نه دي پيل شوي.

Visits: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.