ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ښار کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو کار پیل شو

کندهار کې ښار کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو کار پیل شو

author avatar
29 Nov 2022 - 17:25
کندهار کې ښار کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو کار پیل شو
author avatar
29 Nov 2022 - 17:25

کندهار (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندهار ښار د درېیمې او څلورمې ناحیو ترمنځ له «احمدولي خان څلورلارې» تر «ده خواجه مانده» پورې د غځېدلي سړک- چې ۱۱۷۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره پراخوالی لري- پخولو چارې پيل شوې.

د دغه سړک د کار د پيل په مراسمو کې د کندهار ښاروال حاجي نعت‎الله حسن وویل، دغه سړک د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې د ۲۷ میلیون ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې په پاخه او بنسټیز ډول جوړېږي.

هغه وايي، د دغه سړک په پروژه کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

نوموړي وویل: «نن مو د کندهار ښار د یوه بل مهم سړک جوړولو کار پيل کړ، موږ د ولس د هوساینې او ښار د ښکلا لپاره نورې پروژې هم په پلان کې لرو، له خلکو مننه کوم چې له ښاروالۍ سره په هره برخه کي همکار پاته شوي دي.»

د سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې کلونه وروسته دغه سړک په پاخه ډول جوړېږي.

د ده خواجه سیمې یوه اوسېدونکي منیراحمد پژواک اژانس ته وویل: «موږ ډېر خوشحاله یو چې دا سړک راته جوړېږي، مخکې دوړو سخت په تکلیف کړي وو او له امله یې ناروغان کېدل.»

دغه راز په دې پروژه کې په کار بوخت کسان هم وایي، خوښ دي چې د خپل ښار د ابادولو تر څنګ د خپلو کورنیو لپاره نفقه هم برابروي او د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د ښاروالۍ له خوا د سړک جوړونې او نورې پروژې زیاتې شوي چې د کندهار ښاریانو له خوا یې ستاینه شوې.

تېره ورځ هم د کندهار د دویمې ناحیې اړوند د نورزو شابرج او باچا خان جادې تر منځ د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې.

 

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.