Language

«هندي پانګه‌وال دې د افغانستان په ښاري سکټور کې پانګونه وکړي»

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست وایي، هندي پانګه‌وال دې په افغانستان کې د ښاري سکټور او مسکن برخو، په ځانګړې توګه نوي کابل ښارګوټي پروژه کې پانګونه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني دغه څرګندونې په کابل کې د هند له شارژدافیر بهارت کومار او مل پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

login or register a new account.