Language

امنیه قومانداني: پروان کې ۱۲ کلن هلک یو «غل» وژلی

 چاریکار (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د پروان امنیه قومانداني وایي، څو «وسله‌والو غلو» غوښتل چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې له یو کور څخه غلا وکړي، خو له کوره ۱۲ کلن هلک پرې ډز کړی او یو «غل» یې وژلی دی.

د پروان امنیه قومانداني وایي، دغه پېښه تېره شپه دوې بجې د جبل السراج ولسوالۍ په تګلر سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي: «په تګلر ساحه کې څو تنو مسلح غلو چې غوښتل یې له یو کور څخه غلا وکړي چې له نیکه‌مرغه بریالي نه شول او په یاد کور کې چې ټولې زنانه وې، یوازې یو دولس کلن هلک چې د چره‌يي ټوپک په واسطه یې یو تن غل وویشت او ووژل شو، نور غله له ساحې څخه تښتېدلي دي.»

امنیه قومانداني وایي چې امنیتي کسان او مسوولین سیمې ته ورغلي او کشفي ارګانونه هڅه کوي چې یاد نور غله هم پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.