کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): ځیني سیاستوال او شنونکي د ستونزو د حل لپاره د افغانانو ترمنځ پر مذاکراتو ټینګار کوي او د اسلامي امارت ویاند هم وایي چې د افغانانو ترمنځ تفاهم، اړېکې او د اړيکو پياوړتيا هېواد ثبات ته رسوي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څو ورځې مخکې وویل چې له قید او شرط پرته د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پيل، معقوله، عادلانه او واقعي حل لار ده چې په افغانستان کې د بېثباتۍ، ناامنۍ او د جګړو په پای ته رسولو کې مرسته کوي او د هېواد په چارو کې د پردیو له لاسوهنو مخنیوی کولای شي.
د هغه په وینا، د مذاکراتو اجنډا باید د واک وېش نه، بلکې دا وي چې د تصمیم نیونې یوه داسې باوري مرجع او جرګه رامنځته شي چې ملي اجماع تمثیل کړي، غړي یې د ملت ریښتیني استازي وي او د ټولو ملي او مهمو قضایاوو په اړه د پرېکړې واک ولري. د ده په وینا، د ملي اجماع دغه ممثله جرګه باید د هېواد د نوي اساسي قانون، د نظام ډول او کورنیو او بهرنیو سیاستونو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت په موخه پر بینالافغاني مذاکراتو خبرې کړې دي.
«د افغانستان د سولې او عدالت ملي غورځنګ» – چې څه موده مخکې یې په بهر کې د شتون اعلان وکړ – هم د تېرې لړم میاشتې په ۳۰مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یو ټولګډونه حکومت د جوړښت لپاره پر بینالافغاني خبرو ټینګار کړی دی.
د ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانان له ۴۳ کلونو راهيسې د جګړې قرباني وو، له جنګ څخه ستړي دي؛ د جګړو له امله يې فقر او بې کوري لېدلې او له ډېرو ستونز سره مخ شوي دي.
هغه وايي: «نو په ټوله کې موږ پر جنګ باور نه لرو، یوازې د افغانستان د حل لار چې ده، هغه خبرې کول دي، مذاکرات، يو بل منل، زغم، تحمل او په ګډه باندې افغانستان ته کار کول دي، تر څو افغانستان له دې حالت څخه راوباسي.»
د ده په وینا، افغانستان په سيمه کې یوازینی هېواد دی چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې څو ځله جوړ نظامونه له لاسه ورکړي او هر ځل يې چې جوړ نظام له لاسه ورکړی، بېرته مخکني حالت ته نه دی تللی.
هغه زياته کړه: «نو ښه خبره دا ده چې اوس په افغانستان کې نسبي امنیت موجود دی، اکثریت مناطقو کې امنیت موجود دی، د دې امنیت ساتلو لپاره یوازې لار دا ده چې د سياسیونو او د امارت اسلامي او په ټوله کې د مطرحه څېرو ترمنځ خبرې وشي، مذاکرات وشي او په يو مېز سره کيني او د افغانستان پر اوسني وضعیت باندې خبرې وکړي تر څو موږ پايداره امنیت ولرو، پايداره سوله په دې خاروه کې ولرو.»
امرخېل وايي: «دا مسؤولیت د بهرنیانو نه دی چې بهرنیان، افغانان سره راټول کړي، دا د افغانانو داخلي مسؤولیت دی، د افغانستان د تاريخ پر وړاندې يو مسؤوليت دی، د ولس پر وړاندې يو مسؤولیت دی او د دې خاورې پر وړاندې يو مسؤولیت دی چې يو او بل وزغمي، يکهتازي ونه کړو او له تېر څخه زده کړو.»
د امرخېل په وينا، که په۲۰۰۱ کال کې د بن کنفرانس ته طالبان بلل شوي وای، حزب اسلامي دعوت شوی وای، نن به جمهوريت نه پرځېده؛ په هغه وخت کې طالبانو ته ارزښت نه ورکول او یا هم بحث دا و چې دوی ختم شوي دي، خو وليدل شول چې شل کاله وروسته جمهوریت سقوط وکړ.
دی زياتوي: «که نن هم نور سياسيون او امارت اسلامي د ۲۰۰۱ د بن له کنفرانس څخه زدهکړه ونه کړي، نورو سره خبرې ونه کړي، بحث ونه کړي، زه فکر کوم افغانستان به دغه اوسنی امنیت چې لري یې له مشکل سره مخ شي؛ په ټولنه کې د ناامنۍ، بدبختيو او ستونزو قربانیان افغان ولس په ځانګړي ډول ماشومان او خوېندې دي.»
د ده په وينا، ښه خبره دا ده چې خبرې پيل شي، حتی که دا د سولې خبرې هم نه وي، يوازې يو بحث پيل شي، مذاکره وشي او وروسته، وروسته هغه پوخوالي ته ورسي، وروسته هغې ته اجنډا وټاکل شي.
دی وايي: «زه اميدوار يم چې امارت اسلامي د ولس دغو غوښتنو ته لبيک ووايي، همدارنګه نور سياسيون؛ ځکه د فرصت له لاسه ورکول د هېچا په ګټه نه دي او ټول د ولس پر وړاندې مسؤوليت لرو.»
د سياسي چارو شنونکی نجیبالله جامع وايي، که څه هم د افغانستان د معاصر تاریخ په تېره نیمه پېړۍ مخامخ ناورین او سیاسي بدلونونو کې بهرنيو لاسونو بربنډ او حتا رهبري کوونکي ونډه لرله، مګر په کور دننه د سیاسي جهتونو دریځونه او د قدرت پر سر شخړه هم له چا پټه نه ده.
هغه زياتوي: «پر همدې بنسټ، دا د هر واکمن طرف ملي ماموریت او تاریخي مسوولیت جوړېږي چې د باجراءته ملي اصلاحاتو، پخلاکوونکو سیاستونو او یوه رغنده ملي ډیالوک له لارې افغانستان د پردیو له دسیسو او بي ثباته کوونکو استخباراتي څپو په مسوولیت وباسي.»
جامع وایي: «افغان ملت له داسې ملي ډیالوک او حل لارې ملاتړ کوي چې په پای کې یې د تعریف شوو میکانیزمونو له لارې سیاسي قدرت ولس ته وسپارل شي او ټول سیاسي جهتونه د افغان ملت د ارادې پر بنسټ چې ټاکنې دې، خپل مشروعیت ترلاسه کړي.»
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل: «اصلي موضوع خو دا ده چې افغانانو سره تفاهم، افغانانو سره ناسته پاڅه، اړېکې او د اړيکو پياوړتيا؛ دا په خپله موږ ثبات ته رسوي؛ اسلامي امارت په دې باندې کار کړی او لا هم دوام لري.»
هغه وایي، د اسلامي امارت په مختلفو سطحو باندې مسؤولين له خلکو سره په اړيکو کې دي، د خلکو له استازو، سپينږيرو، علماوو، متنفذينو، ځوانانو او بېلابېلو اقشارو سره وخت په وخت ناستې لري، غوښتنې يې اوري او د ټولنې پر اړتياوو بحث او خبرې کوي.
دی وايي: «زه فکر کوم چې دغه ټول مسایل په کې مطرح کېږي او حل کېږي، که چېرې مطلب د افغانستان د ثبات ساتل او د امنیت ساتلو موضوع په کې مطرح دي او حل کېدلې شي.»
مجاهد زياته کړه: «او دا که دا مذاکرات کېږي له هغو خلکو سره چې هغه دلته ناکام شوي او په تېښته تللي، له افغانستانه او په سياست کې هم ناکام شوي دي او منفور شوي وو، له هغو سره بیا د تفاهم خبره مطرح وي؛ نو هغه بيا افغانان د څېرو په شکل او د مسؤولينو په شکل نه مني، نه يې غواړي او که موږ هم داسې يو فرصت را ميدان ته کړو له موږ نه هم خلک متنفره کېږي.»
هغه وايي: «نو دا يوه ستونزه ده، زه فکر کوم ځيني خلک دا د مذاکراتو لفظ کاروي، د هغو هدف دا شی وي چې له هغو خلکو سره، هغوی اوس نه کوم څوک دي او نه کومه ستونزه جوړلای شي ټولنې ته؛ خبره د ټولنې ده، دا خبره په خپله د افغانانو او د ولس ده، نه د څو تنه فراريانو؛ په هر صورت موږ توجه کړې ده ولس ته او لا يې کوو انشاءالله.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP