ایبک (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د سمنګان په مرکز ایبک کې په یوې مدرسې کې چاودنه شوې چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.
پېښه نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه، د ایبک ښار اړوند پر بندر سړک په «الجهادیه» مدرسه کې د لمانځه پر مهال شوې ده.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي پېښه تاييدوي، خو وايي چې نور جزیات به یې وروسته شریک کړي.
خو د ولایتي روغتون یوه مسوول ډاکټر محمدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې له ځایه ۱۵ جسدونه او ۲۴ ټپيان ور وړل شوي چې په ټپیانو کې د ۸ کسانو روغتیايي حالت ښه نه دی.
دی وايي، په وژل شوو او ټپیانو کې د مدرسې مسوولین او زدهکوونکي شامل دي.
د ده په خبره، روغتون ته د وروړل شوو ټپیانو له حالته داسې ښکاري چې ګواکې دغه برید ځانمرګی وي.
خو تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن