Language

کرزی: بین‌الافغاني مذاکرات او د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د هېواد د ثبات لپاره حیاتي مسایل دي

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، بین‌الافغاني مذاکرات او د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل د هېواد د ثبات او ودې لپاره حیاتي مسایل دي.

د حامد کرزي په ټویټرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د جاپان له سفیر تکاشي اوکادا سره په ليدنه کې کړې دي.

سرچینه زیاتوي: «پخواني جمهور رییس بین‌الافغاني مذاکرات او د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل د هېواد د ثبات او ودې لپاره حیاتي مسایل وبلل.»

دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ پر نېکو او ښو اړیکو  هم خبرې وکړې.

د سرچینې په وینا، کرزي د افغانستان په بیارغونې، سولې او ثبات کې د جاپان له بې‌سارې مرستو مننه وکړه.

د کرزي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څو ورځې مخکې وویل ، له قید او شرط پرته د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پيل معقوله، عادلانه او واقعي حل لاره ده چې په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ، ناامنۍ او د جګړو په پای ته رسولو کې مرسته کوي او د هېواد په چارو کې د پردیو له لاسوهنو مخنیوی کولای شي.

څه موده وړاندې هم د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت په موخه پر بین‌الافغاني مذاکراتو خبرې کړې وې.

په دې اړه د «اسلامي امارت» وياند ذبيح‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل: «اصلي موضوع خو دا ده چې له افغانانو سره تفاهم، له افغانانو سره ناسته پاڅه، اړېکې او د اړيکو پياوړتيا، دا په خپله موږ ثبات ته رسوي؛ اسلامي امارت په دې باندې کار کړی او لا هم دوام لري.»