Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیرخواه: رسنۍ دې د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق دې خپاره کړي

خیرخواه: رسنۍ دې د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق دې خپاره کړي

author avatar
30 Nov 2022 - 18:33
خیرخواه: رسنۍ دې د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق دې خپاره کړي
author avatar
30 Nov 2022 - 18:33

کابل (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د دې ترڅنګ چې وايي، رسنۍ دې خپلې خپرونې داسې عیار کړي چې هم د هېواد او هم د نظام او هېوادوالو په ګټه وي، له رسنيو وغوښتل د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.

د باختر اژانس د راپور په حواله، نوموړي دغه خبرې نن (چهارشنبه) کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دولتي او خصوصي رسنیو له مسوولینو سره په جوړه شوې مشورتي او د همغږۍ غونډه کې وکړې.

سرپرست وزير ملا خیر الله خیرخواه وویل، د رسنیو مسوولین باید اسلامي ارزښتونه، افغاني عنعنات او ملي ګټې په پام کې ونیسي، د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.

هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د رسینو پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره د دغه وزارت هڅې روانې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل: «موږ په هېڅ صورت له رسنیو سره تصادم نه غواړو او هڅې کوو چې د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ له ادرسه حل کړو.»

هغه رسنۍ د دولت او ولس ترمنځ ارتباطي پل وباله او د رسنیو له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د نظام لاسته راوړنې ولس ته او د ولس ستونزې د نظام مسوولینو ته ورسوي؛ په خپلو خپرونو کې دې اسلامي ارزښتونه، افغاني دودونه او ملي ګټې په پام کې ونیسي او خپل فکر او  قلم دې د هېواد او هېوادوالو په ګټه وکاروي.

د غونډې په بهیر کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو او ژورنالیستانو هم خپل وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې د حل غوښتنه وکړه.

هغوی په خپلو خبرو کې د رسنیو او اسلامي امارت ترمنځ پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د رسینو پر وړاندې ډېرې ستونزې حل شوې، خو د پاتې ستونزو د حل لپاره باید په ګډه کار وشي.

د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ژمنه وکړه چې په هېواد کې پاتې کېږي او د هېوادوالو او ملي ګټو لپاره کار کوي.

د باختر اطلاعاتي اژانس رئیس عبدالواحد ریان د دغه خبري اژانس د مهمو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او له خصوصي رسنیو څخه یې وغوښتل چې د دغه اژانس چې یوه دولتي او موثقه سرچینه ده، له کره خبرونو، رپوټونو، مرکو او نورو خپرونو څخه ګټه واخلي.

د ده په وینا، باختر آژانس له نن څخه (۸۳) کاله وړاندې تاسیس شوی او اوسمهال په درېيو ملي ژبو (پښتو، دري او ازبیکي) او څلورو نړیوالو ژبو(عربي، انګلیسي، روسي او اردو) نشرات کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو د مسوولینو غوښتنو او ستونزو ته پام کې نیولو سره، وویل: د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې په هېواد کې رسنۍ پياوړې او فعاليتونونه يې مسلکي او معياري شي.

مجاهد پر رسنیو غږ وکړ چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره دې کار وکړي.

هغه د رسنیو پر وړاندې ځینې پرتې ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو د اقتصادي او نورو ستونزو د حل لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.