Language

د فوټبال نړۍوال جام؛ ارجنټاین، پولنډ او اسټرالیا هم دویم پړاو ته لاره ومونده

اټلانټا (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱)‍‍: د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پولنډ، اسټرالیا او ارجنټاین خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

د چهارشنبې په ورځ لومړۍ لوبه داسټرالیا او ډنمارک ترمنځ ترسره شوه چې یو پر صفر اسټرالیا وګټله. له دغې بریا سره اسټرالیا پخپل ګروپ کې دویم مقام خپل کړ او دویم پړاو ته یې لاره ومونده.

د ورځې دویمه لوبه، د فرانسې او تونس ترمنځ وشوه چې له تمې خلاف تونس د تېر نړۍوال جام ګټونکې لوبډلې فرانسې ته یو پر صفر ماتې ورکړه. دا په نړۍوال جام کې څلورمه لوبه وه چې کمزورې لوبډلې پیاوړې ته ماتې ورکوي. خو دې بریا تونس ته کومه ګټه ونه کړه، فرانسه لا دمخه دویم پړاو ته لاره موندلې وه.

د چارشنبې په ورځ درېیمه لوبه د ارجنټاین او پولنډ ترمنځ ترسره شوه. ده لوبه دوه پر صفر د ارجنټاین په ګټه پای ته ورسېده. خو دغه ناکامي پولنډ ته زیان ونه رسولو او په څلورو نومرو سره دویم پړاو ته بریالی شو.

د ورځې څلورمه لوبه، د سعودي عربستان او مکسیکو ترمنځ ترسره شوه چې دوه پر صفر د مکسیکو په ګټه تمامه شوه؛ خو له دې بریا سره سره دواړه لوبډلې له سیالیو بهر شوې.

د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون، د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه، په قطر کې پیل شوې دي.

په دې سیالیو کې ګډونوال ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو کې وېشل شوي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

د فوټبال نړۍوال فدارسیون (فیفا) وایي، په الف ګروپ کې قطر، اېکواډور، سنیګال او ندرلینډ، په ب ګروپ کې انګلستان، ایران، امریکا او ویلز، په سي ګروپ کې ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولنډ، په دال ګروپ کې فرانسه، اسټرالیا، ډنمارک او تونس لوبډلې شاملې دي.

د سرچینې په وینا، دغه‌راز په ي ګروپ کې هسپانیه، کوسټاریکا، جاپان او جرمني، په ف ګروپ کې بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا، په جي ګروپ کې برازیل، سربیا، سویس او کمیرون، په ایچ ګروپ کې پرتګال ، غانا، یوراګوی او د جنوبې کوریا لوبډله شامله ده.

د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې، په اتو لوبغالو کې، په یوه میاشت کې ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.