Language

ځینو بهرنیو او پخوانیو افغان چارواکو په سمنګان کې پرونۍ چاودنه وغندله

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): ځينو بهرنیو او پخوانيو افغان چارواکو د سمنګان په يوه مدرسه کې چادونه غندلې او دغه کار يې د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دى.

تېره ورځ ماسپښین شاوخوا یوه بجه، د ایبک ښار اړوند په «الجهادیه» مدرسه کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې له امله يې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

ياده چادونه په کور دننه او بهر کې بېلابېلو سرچينو غندلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه چادونه په کلکو ټکو غندلې او ويلي يې دي: «دغه تروریستي کړنه او بشري ضد جنایت د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بولم.»

د ملي مصالحې عالي شورا مخکني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  هم پر يادې چاودنې خواشيني ښودلې او ويلي يې دي: «پر لمونځ‌کوونکو، زده‌کوونکو، ديني مدرسو او عبادت‌ځايونو باندې بريد له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دی او محکوم دی.»

د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل وايي: «د سمنګانو ولايت په يوې مدرسې کې د رامنځته شوې پېښې له امله چې زموږ لسګونو هېوادوالو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې، نهایت زيات ودردولم.»

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم پر ياد بريد خواشيني ښولې او ويلي يې دي چې ماشومان باید هېڅکله د تاوتریخوالي هدف ونه ګرځي.

سرچينه زياتوي: «په افغانستان کې د روان زېږديز کال په لومړۍ نیمايي کې د هغو بريدونو له امله چې په ښوونځيو او روزنيزو مرکزونو کې شوي، لږ تر لږه ۲۸۸ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.»

یونیسف په افغانستان کې له ټولو خواوو غوښتي چې د ماشومانو د خونديتوب لپاره ډېر څه وکړي؛ ځکه ماشومان سولې ته اړتیا لري څو له خپل ماشومتوبه خوند واخلي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپل ټوېټر د سمنګانو بريد يو تریخ خبر بللی او زياته کړې يې ده: «د امریکا متحده ایالتونه د بې‌ګناه ملکي وګړو پر وړاندې دغه بې‌رحمانه برید غندي، ټول افغان ماشومان حق لري چې له وېرې پرته ښوونځيو ته ولاړ شي.»

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت سرپرستې کرن ډیکر هم ياده چاودنه غندلې او ويلي یې دي: «د افغان ماشومانو پالنه او ساتنه باید وشي، موږ باید د خپلو ماشومانو له ژوند څخه ترهګري له منځه یوسو.»

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ويلي: «د ماشومانو پر وړاندې دغه ډول بزدلانه تاوتریخوالی د افغانستان پر راتلونکي برید دی او باید ودرول شي.»

د يادې چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.