اټلانټا (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱): سریلانکا د کرکټ په درېیمه یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو لړۍ مساوي پای ته ورسېده.
د نړۍوال سوپر لیګ سیالیو په لړ کې، افغانستان خپله درېیمه یوه ورځنۍ لوبه نن له سریلانکا سره ترسره کړه. د دې لوبې پچه بیا هم افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د ملي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د تاریخي لوبې له امله افغانستان وکولی شول چې په ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۱۹ منډې جوړې کړي.
د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ ۱۶۲ او نجیب ځدراڼ ۷۷ منډې جوړې کړې.
دواړو لوبغاړو د څلورم ویکټ لپاره د ۱۵۴ منډو ملګرتیا وکړه چې د افغانستان لپاره ملي ریکارډ دی. دغهراز ابراهیم ځدراڼ لومړی افغان لوبغاړی شو چې د یو ورځنیو لوبو په یوه لوبه کې ترټولو ډېرې منډې جوړوي؛ تر دې مخکې محمد شهزاد ۱۳۱ منډې جوړې کړې وې.
د سریلانکا لوبغاړو چې لوبه ښه پیل کړه او لومړنیو لوبغاړو یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې، خو تر هغې وروسته د دغې لوبډلې درې لوبغاړي پرلهپسې وسوځېدل او تر فشار لاندې راغلل. خو اسلانکا او شناکا په زړهپورې لوبه وکړه او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.
په وروستیو دوو اوورونو (۱۲ بالونو) کې سریلانکا ته ۲۹ منډې پکار وې، خو د ګلبدین نایب د خراب اوور له امله چې پکې ۱۶ منډې یې ورکړې، سریلانکا ته په وروستي اوور کې لوبه اسانه شوه.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه، خو دویمه لوبه د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.
افغانستان په دې سیالیو کې د ۱۵ نومرو په ترلاسه کولو سره لا دمخه د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام ته لاره موندلې ده.
ابراهیم ځدراڼ د دې لړۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP