ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې درې کسان د جعل‌کارۍ او غلا په تور نیول شوي

کابل کې درې کسان د جعل‌کارۍ او غلا په تور نیول شوي

author avatar
1 Dec 2022 - 16:42
کابل کې درې کسان د جعل‌کارۍ او غلا په تور نیول شوي
author avatar
1 Dec 2022 - 16:42

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل امنیتي مسوولین وایي، د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې دوه کسان د جعلي پاسپورټونو جوړولو او یو بل د غلا په تور نیول شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي: «د کابل درېيمه حوزه کې د پاسپورټونو دوه جعلکاران او يو غل لاس په لاس ونيول شول.»

ده زياته کړې، یادو دوو جعل‌کارانو له خلکو څخه په چل پیسې اخیستې او جعلي پاسپورټونه یې جوړول.

د هغه په وینا، درېیم کس یې د غلا په تور نیولی دی.

د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو دوسيې د نورو څېړنو لپاره اړوند ارګان ته استول شوې دي.

Views: 309

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.