کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په سوېلي اسیا کې د القاعده ډلې او پاکستاني طالبانو تحریک څلور مشران د ترهګرو په توګه پېژني او ورسره یې په افغانستان کې د ګواښونو د ډېرېدو په اړه د اقدام کولو خبرداری هم ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن د ډسمبر په ۲مه یوه بیان کې ویلي: «موږ د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره له ټولو اړوندو لارو چارو څخه کار اخلو چې نړۍوال ترهګر په افغانستان کې په خوندي توګه د فعالیت کولو جوګه نشي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دوی په سوېلي اسيا کې د القاعدې او ټيټيپي څلور مشران د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو په توګه پېژني.
بلینکن وايي: «متحده ایالتونه په افغانستان کې د تروریستي ډلو له خوا رامنځته شوي ګواښ سره د مقابلې لپاره ژمن دى، څو دا یقیني کړي چې ترهګر له افغانستانه د نړۍوال تروریزم د یوه پلټفارم په توګه کار وانه خلي.»
هغه ویلي، دا د ترهګرۍ ضد مبارزې هغه نه ستړې کېدونکې لړۍ ده چې افغانستان بیا د نړۍوالې ترهګرۍ لپاره ونه کارېږي.
د افغانستان سرپرست حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزير د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې یې دا ډول خبرې په کلکه رد کړې وې.
د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې هېواد یې د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته دي.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن