ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوړو زده‌کړو وزارت: د سړو ولایتونو تحصیلي بنسټونه به د لېندۍ له ۳۰مې د کب تر ۱۵مې رخصت وي

لوړو زده‌کړو وزارت: د سړو ولایتونو تحصیلي بنسټونه به د لېندۍ له ۳۰مې د کب تر ۱۵مې رخصت وي

author avatar
2 Dec 2022 - 10:23
لوړو زده‌کړو وزارت: د سړو ولایتونو تحصیلي بنسټونه به د لېندۍ له ۳۰مې د کب تر ۱۵مې رخصت وي
author avatar
2 Dec 2022 - 10:23

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د سړو ولایتونو د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د خزاني سمستر ازموینې د روانې لېندۍ میاشتې تر ٣٠مې پاى ته رسېږي او له هغه وروسته د کب تر ۱۵مې به رخصت وي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي په خپله ټوېټرپاڼه کې تېره ورځ ناوخته لیکلي چې د سړو ولایتونو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه به د روانې میاشتې له دېرشمې د کب تر ۱۵مې رخصت وي.

دی وايي: «دا چې د ژمي په موسم کې په سردسېرو ولایتونو کې د یخې هوا او اسانتیاوو د نشتون له امله په حضوري بڼه درسونه نه لوستل کېږي او په انلاین بڼه هم د درسونو دوام د تحصیلي نظام کیفیت راټیټوي، نو د ټولو سردسېرو ولایتونو تحصیلي بنسټونه چې د خزاني سمستر ازموینې یې د لېندۍ په ۱۰ یا ۳۰ نېټه پای ته رسېږي، رخصتېږي او د پاتې سمسترونو درسونه به یې د ۱۴۰۱ کال کب په ۱۵مه بېرته پیل شي.»

‎هغه زیاته کړې، د ګرمسېرو ولایتونو د دولتي تحصیلي بنسټونو درسونه به د رهبرۍ شورا له پرېکړې سره سم دوام ولري.

د هاشمي په وینا، د دولتي تحصیلي بنسټونو نوي شامل شوي محصلین چې تر اوسه یې نوم‌لیکنه نه ده کړې، د روانې لېندۍ تر دېرشمې نېټې پورې دې نوم‌لیکنه وکړي، خو درسونه به یې د روان کال د کب په ۱۵مه پیل شي.

Views: 188

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.