Language

فراه کې پولیسو ۲۰۰ کیلوګرام نشه‌يي توکي ترلاسه کړي

فراه (پژواک، ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۱): د فراه امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۲۰۰ کیلوګرام «اېف» چې د نشه‌يي توکو له کورنۍ شمېرل کېږي، نيولي دي.

د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري وایي، یاد توکي د بکواه د توت اوچکاب په سیمه کې ترلاسه شوي چې ورسره په تړاو دوه کسان هم نيول شوي دي.

«اېف» یوه کیمیاوي ماده ده چې د بېلابېلو نشه‌يي توکو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي.

login or register a new account.