Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د پنبې پروسس یوې فابریکې فعاليت پيل کړ

مزارشریف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پنبې پروسس یوې فابریکې کار پیل کړ او لسګونو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

د دغه شرکت مسوول محمداکرم ابراهیمي وایي، په یاده فابریکه کې ۶۰۰ زره امریکايي ډالر پانګونه شوې چې په کې ۵۰ کسانو ته د کار کولو فرصت هم برابر شوی دى.

نوموړی دغه راز له نورو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې له لارې د هېواد په پرمختګ کې د ونډې اخیستو ترڅنګ ځوانانو ته د کارکولو فرصتونه هم برابر کړي.

په همدې حال کې د یادې فابریکې یو شمېر کارکوونکي په دغه شرکت کې له کار کولو خوښ دي.

د دې فابريکې يوه کارکوونکي حمیدالله پژواک ته وويل، خوښ دی چې په دغه شرکت کې ورته د کار کولو فرصت برابر شوی دى.

هغه له نورو پانګوالو وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې له لارې ځوانانو ته د کار کولو فرصتونه برابر کړي.

يو بل کارکوونکى شفیق هم د یادې فابریکې له جوړېدو خوښ دی او وایي، که په هېواد کې پانګونه وشي ځوانان به بهر ته له لو راوګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلخ کې له دې وړاندې هم د پنبې پروسس یوې بلې فابریکې فعالیت پیل کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.