Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزی له هېواده بهر په سفر لاړ

کابل (پژواک، ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۱): د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په لومړي ځل پخوانی ولسمشر حامد کرزی له هېواده بهر په سفر لاړ.

د ماليې پخوانی وزير او سیاستوال نن (شنبه) ماښام په خپلې فېسبوک پاڼه ليکلي: «وروسته له یوې مودې خوښ یم چې یو ځل بیا ویاړلي مشر او ګران دوست پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره هم سفری یم. هېواد ته بېرته راتګ بیا له دې لا ډېر خوندور وي. ډېر زر د بېرته راتګ پر تکل او هیله.»

نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې چېرته سفر کوي.

خو اونۍ وړاندې (د لیندۍ ۵مه) د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مسوول یوسف سها پژواک ته ويلي وو، ټاکل شوې چې حامد کرزی د راتلونکې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې المان ته سفر وکړي.

ده زياته کړې وه، دغه سفر شخصي دی او تراوسه یې د ترسره کېدو لپاره کوم خنډ نشته.

له هغه وروسته چې د تېر کال د زمري په ۲۴مه، مخکېنی حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، د مخکيني ولسمشر اشرف غني په ګډون ډېر شمېر دولتي لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه ووتل؛ خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د تېر حکومت د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله او ځیني نور له افغانستانه ونه وتل او دا مهال په هېواد کې دي. ډاکټر عبدالله ځو ځله هند ته تللی او بېرته کابل ته راستون شوی دی.

تر دې مخکې څو ځله داسې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان سرپرست حکومت پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه نه ورکوي چې له هېواده بهر ته سفر وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.