کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ سلنه وګړي معلول دي.
یادې ادارې نن (د لېندۍ ۱۲مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې معلولین په نامتناسب ډول د بحرانونو له امله اغېزمن شوي او دوی مرستو او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخ دي.
سرچینې زیاته کړې، د اټکل له مخې په افغانستان کې ۱۵ سلنه وګړي معلول دي.
بلخوا، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د دفتر رییس قاري شاهمحمد د روان کال د تلې په شپږمه نېټه په کابل کې د یوې غونډې پرمهال ویلي و چې په ټول هېواد کې یې ۱۳۵ زره معلولین یې ثبت کړي دي.
د نوموړي په وینا، د یادو ثبت شوو معلولینو له ډلې ۷۰ سلنې ته یې معاشونه هم ورکړل شوي دي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن