کلات ښار، پلخمري (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار او د بغلان اړوند په شمالي سالنګ کې ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۱ کسان ټپيان شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د کابل- کندهار پر لار د کلات ښار اړوند په باکورزو سیمه کې یو لوکسل موټر چپه شوی دی.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته راوړل شوي دي.
د یاد روغتون امر ډاکټر محمد داوود مجیدي پژواک ته وویل، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
د یوه بل خبر له مخې، تېره شپه د بغلان اړوند په شمالي سالنګ کې یو سراچه موټر له باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول حافظ محمد یعقوب پژواک خبري اژانس، پېښه د باروړونکي موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله شوې ده چې په پایله کې یې په سراچه موټر کې سپاره څلور کسان ټپيان شوي دي.
هغه زیاته کړه، د سالنګونو د ساتنې او څارنې منسوبینو پر وخت د پېښې ځای ته ځانونه رسولي او ټپيان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP