Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د ځوانانو هڅونې په موخه د «حسن قرائت» سیالۍ وشوې

کلات (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د زابل د حج او اوقاف ریاست له لوري په مرکز کلات کې د لسګونو ځوانانو په ګډون د حسن قرائت سیالۍ وشوې.

د دغه ریاست رییس مولوي محمداسلام واسع پژواک خبري اژانس ته وویل، د حسن قرائت په دې سیالیو کې د مرکز کلات او ولسوالیو ۵۶ قاریانو او حافظانو ګډون کړی و چې موخه یې د هغوی هڅونه وه.

هغه زیاته کړه، د سیالۍ له ګډونوالو د تجوید، قرائت او تفسیر په برخو کې ازموینه واخیستل شوه چې په کې حافظ عبدالرحیم لومړی، حافظ شېراغا دویم او حافظ هدایت الله درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

دی وايي، دغه کسان به په راتلونکي کې د زون په کچه سیالیو کې ګډون وکړي چې له دغو سیالیو به بریالي کسان د هېواد په کچه سیالیو ته غوره شي.

د ده په خبره، د هېواد په کچه سیالیو کې به ۱۲ غوره قرائت‌کوونکي ټاکل کېږي او بهرنیو هېوادونو ته به د سیالیو لپاره استول کېږي.

د زابل والي مولوي قدرت‌الله حمزه چې په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی و، وویل، مدرسو ته پاملرنه ډېروي او دغه ډول سیالۍ په ولسوالیو کې هم جوړوي.

د سیالیو یوه ګډونوال حافظ عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي ځوانان زده‌کړو ته وهڅوي.

دی غوښتنه کوي چې دا او نورې علمي سیالۍ دې ولسوالیو او لرو سیمو ته وغځول شي څو هلته ماشومان او ځوانان له زده‌کړو سره اشنا شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.