کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): په کابل کې د جاپان سفارت د ناکامورا د درېیم تلین په مناسبت وايي، که څه هم هغه مړ شوی خو پروژې به یې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له لوري دوام ولري.
د پياېماېس خیریه بنسټ مشر ډاکټر تتسو ناکامورا له نن څخه پوره درې کاله وړاندې، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لېندۍ میاشتي په ۱۲مه، د جلالاباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په یوه وسلهوال برید کې له خپلو پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو.
ناکامورا شاوخوا ۲۵ کاله د افغانانو په خدمت کې تېر کړل؛ هغه په لومړیو کې پېښور کې د افغان کډوالو درملنه کوله خو بیا افغانستان ته راغی او دلته یې خدمات پیل کړل.
ناکامورا د ننګرهار په ښېوې، درهنور، کامې او بهسودو ولسوالیو کې د خلکو کرنیزو ځمکو خړبولو لپاره ډېرې چارې ترسره کړې دي.
په کابل کې د جاپان سفارت د ناکامورا د مړینې درېیم تلین په مناسبت خپل ټويټر کې ليکلي، نن د ډاکټر ناکامورا د مړینې درېیم تلین دی، که څه هم له بدهمرغه هغه مړ شوی، خو پروژې یې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له خوا دوام لري.
سرچينه زياتوي: «جاپان به له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي؛ موږ غواړو د هغه طریقې د افغانستان نورو برخو ته هم ورسوو، د هغه روح هېڅکله نه مري.»
ناکامورا چې ځايي خلکو کاکا مراد باله، له مرګ څخه یې وروسته په یاد غونډې وشوې، مډالونه یې په نوم شول، فلمونه پرې جوړ او پر ژوند یې کتابونه ولیکل شول.
Views: 111
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن