Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د پاکستان پر سفارت بریدکوونکی نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، هغه کس نیول شوی چې د تېرې جمعې په ورځ یې د پاکستان پر سفارت ډزې کړې وې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادو څرګندو ترڅنګ، په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي: «دا کس د یو بهرني هېواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی، په تحقیقاتو کې جوته شوې چې دا بريد د داعشيانو او بغاوتګرو له لوري په ګډه تنظیم شوی و.»

ده لیکلي، د بريد تر شا ځینې بهرنۍ کړۍ لاس لري او موخه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کول و.

مجاهد همداراز ویلي، د یاد برید په اړه نورې څېړنې هم روانې دي.

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان حکومت ویلي وو، په کابل کې یې پر سفارت هغه مهال وسله‌وال برید وشو چې شارژدافیر عبیدالله نظاماني د سفارت په انګړ کې ګرځېده او په دغه برید کې یې یو ساتونکی ټپي شوی دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.