ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اڅکزی: د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیت ورکړل شي

اڅکزی: د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیت ورکړل شي

author avatar
5 Dec 2022 - 00:51
اڅکزی: د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیت ورکړل شي
author avatar
5 Dec 2022 - 00:51

اټلانټا (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو مېشتو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیت ورکړل شي.

نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان د کویټې ښار په ایوب لوبغالي کې د خپل ګوند بنسټ‌ایښودونکي عبدالصمد خان اڅکزي - چې په خان شهید مشهور و - د نهه څلوېښتم تلین په مناسبت یوې سترې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

هغه د نورو خبرو ترڅنګ، د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې نجونو ته د زده‌کړې اجازه ورکړي.

هغه د شیخ هبت‌الله اخوندزاده په ګډون د اسلامي امارت مشرانو ته په اشارې سره وویل: «د کندهار خپلو عزیزانو [طالبانو] ته وایم چې وه عزیزه! زما او ستا ښځه به څنګه بي‌بي عایشه کېږي، څنګه به ډاکټره او پیلوټه کېږي چې ته د ښځو تعلیم نه منې.»

اڅکزي د اسلام د ستر پیغمبر مېرمنې بي‌بي عایشې ته اشاره وکړه چې د محدثینو په وینا، په دیني‌ علومو کې لوستې ښځه وه.

د یادونې ده، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي څه موده مخکې ځان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یاد کړی و چې له امله یې پرې نیوکې وشوې او د ګوند ډېری غړي ترې جلا شول.

خو هغه په یاده غونډه کې یو ځل بیا دې نیوکو ته داسې ځواب ورکړ: «بیا وایم، بیا وایم، زه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په معنا، هم د افغانستان پلار یم، هم یې وزیر داخله یم،‌ هم یې وزیرخارجه یم، هم یې ملا یم، هم یې پیر یم.»، خو هغه دا سپیناوی ونه کړ چې له دغو خبرو یې موخه څه ده.

محمود خان اڅکزي وویل، افغانستان د پاکستان ښه ملګری کېدای شي؛ خو وایي، له سیاسته د پاکستان «ناخبره» واکمنان به له دغو خبرو لاس اخلي چې افغانستان د پاکستان پنځم ایالت جوړول غواړي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان سرپرست حکومت او د پاکستان حکومت دواړه باید یو بل ته د یو بل په هېوادونو کې د نه لاسوهنې ضمانت ورکړي.

هغه غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته د دواړو هېوادونو تابعیت ورکړل شي.

د پاکستان او افغانستان حکومتونو تر اوسه د نوموړي د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.