کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد د متحده عربي اماراتو د دولت له ريیس سره لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
ملا محمدیعقوب دوه ورځې مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
د افغانستان ملي دفاع وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد تېره ورځ د متحده عربي اماراتو د دولت له ريیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وشوې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست دغه راز تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر افغانانو او سوداګرو سره هم لیدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP