ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ندیم: ډیموکراتان، د جمعیت اصلاح او حزب‌التحریر غړي په پوهنتونونو کې ځای نه لري

ندیم: ډیموکراتان، د جمعیت اصلاح او حزب‌التحریر غړي په پوهنتونونو کې ځای نه لري

author avatar
5 Dec 2022 - 15:41
ندیم: ډیموکراتان، د جمعیت اصلاح او حزب‌التحریر غړي په پوهنتونونو کې ځای نه لري
author avatar
5 Dec 2022 - 15:41

اټلانټا (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوی ندامحمد ندیم وایي، د جمعیت اصلاح، حزب‌التحریر غړي او ډیموکراتان په پوهنتون کې ځای نه لري او که ولیدل شي د خپلو کړنو په سزا به ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د يكشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) هرات ولایت ته د سفر پر مهال هغې غونډې ته وکړې چې د لوېديځ زون له علماوو سره د معرفت او مشورې لپاره رابلل شوې وه.

د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې چې د غرب زون علماوو، د دولتي ادارو مسوولینو او د هرات پوهنتون استادانو په ګډون د هرات پوهنتون کې جوړه شوې وه، سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم د غرب زون له ټولو علماوو وغوښتل څو له خپله نظام سره همکاري او د هغه د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت نظام موږ ته د الله تعالی له لوري راکړل شوی او په دغه نظام کې حاکم الله تعالی دی او امیر د نظام خادم.»

ندیم زیاته کړه، نن د علماوو مشورې، تذکر او توصیې په نظام کې اورېدل کېږي او په نظر کې به نیول کېږي او دوی د خادمانو په توګه د خلکو ستونزو حل لپاره هڅې کوي.

مولوي ندامحمد دغه راز له علماوو وغوښتل چې د غرب منفي تبلیغاتو او فکري جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي او یو ځل بیا یې د نظام پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د علماوو اسنادو طی مراحل او ارزونې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

نوموړی وايي، هغه عالمان چې مدرسین او استادان دي، د ارزونې په وخت کې باید ورته درناوی وشي، اسناد یې باید پرته له ازموینې وارزول شي. سپین‌ږیري، شیوخ او علما پرته له ازموینې ارزول کېږي.

هغه زیاته کړه: «هغه مجاهدین چې پګړۍ یې تړلې وي، که د ټولو مسایلو حافظ هم نه وي خو که ډېر ماینونه یې ایښي وي، امتیاز یې ډېر دی.»

خو مولوي ندیم وویل: «هغه کسان چې د جمعیت اصلاح، حزب‌التحریر یا ډیموکراتانو په نومونو راځي، په پوهنتون کې ځای نه لري او که ښکاره شي د خپلو اعمالو په سزا به رسېږي.»

د هرات والي شیخ‌الحدیث نوراحمد اسلام‌جار په یاده غونډه کې وویل، دا مهال باید عالمان هڅه وکړي چې د دښمن د پراخو تبلیغاتو مخه ونیسي؛ دیني عالمان باید ځان له نظامه بېل ونه ګڼي او د نظام ترڅنګ و اوسي.

د هرات علماوو شورا مشر مولانا محمدبشر حلیمي وویل چې پوهنتونونه باید د اسلام لار او دیني عقاید تعقیب کړي.

 هغه وویل: «موږ داسې ډاکټران او انجینیران غواړو چې اسلامي عقیده ولري.»

د هرات د امر بالمعروف او نهی عن‌المنكر رییس شیخ‌الحدیث عزیزالرحمن ال‌مهاجر د دې ډول غونډو له جوړېدو ملاتړ وکړ او د نظریاتو او وړاندیزونو د تبادلې لپاره یې ښه فرصت وباله.

دغه راز په دې غونډه کې هغو عالمانو چې د نیمروز، فراه، غور او بادغیس ولایتونو ديني عالمانو په استازیتوب یې ګډون کړى و، په خپلو ویناوو کې د نظام پر ساتنه او ملاتړ او د غرب د پراخو منفي تبلیغاتو پر مخنیوي او دغه راز د سیکولریزم پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ.

Views: 400

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.