ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې په جګړو کې زیانمن شوي ځیني ښوونځي بیارغول کېږي

فراه کې په جګړو کې زیانمن شوي ځیني ښوونځي بیارغول کېږي

author avatar
5 Dec 2022 - 16:06
فراه کې په جګړو کې زیانمن شوي ځیني ښوونځي بیارغول کېږي
author avatar
5 Dec 2022 - 16:06

فراه (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د فراه په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له خوا د هغو اتو ښوونځيو د ودانیو ترمیم چارې نن پيل شوې چې په تېرو جګړو کې تخریب شوې وې.

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځي په مرکز او ولسوالیو کې دي او کارونه به يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

هغه وویل، په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو او عصري تشنابونو جوړول هم شامل دي چې ټول لګښت يې۲۰ میلیون افغانۍ اټکل شوی او د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له خوا ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، دا هغه ښوونځي دي چې د تېرو جګړو پرمهال تخریب شوي او بیا رغولو ته اړتیا لري.

د سیمې عام خلک، ښوونکي او زده‌کوونکي هم د حکومت له دغه اقدامه خوښ دي او هیله څرګندوي چې د دغو ښوونځيو په بیا رغېدو سره به نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې زمینه لا ښه برابره شي.

د سور او ښوراب کلي ښوونځي یوه ښوونکي عبدالاحمد وویل: «زموږ د ښوونځي ودانۍ د جګړو پر مهال تخریب شوې او دېوالونه يې په بشپړ ډول نړېدلې دي؛ اوس د حکومت د دې اقدام هرکلی کوو چې دغه ښوونځی بېرته رغوي.»

نوموړي زیاته کړه چې د ښوونځي دروازې او کړکۍ هم له کاره لوېدلې او ډېر لګښت ته اړتیا لري.

د یاد کلي اوسېدونکي احمد هم وویل چې د تېرو جګړو له امله د دوی د ښوونځیو ودانۍ نړېدلې وې او ماشومان له درسه بې‌برخې شوي وو.

ده زیاته کړه، اوس ډېر خوښ دی چې په هېواد کې جګړه ختمه شوې او ماشومان په ډاډه زړه ښوونځي ته ځي.

د یاد ښوونځي د درېیم ټولګي زده‌کونکي محمد سرور وویل: «خوښ يو چې په هېواد کې په ځانګړې توګه زموږ په سیمه کې له شل کاله جګړې وروسته اوس امن او سوله راغلې او موږ په ډاډه زړه ښوونځي ته ځو.»

نوموړي وویل چې د ښوونځي ودانۍ يې د تېرو جګړو له امله سخته زیانمنه شوې، دروازې او کړکۍ یې له منځه تللې، تشنابونه او د احاطې دېوالونه يې هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

هغه هیله وښوده چې د ښوونځي د ترمیم او بیارغونې کارونه یې ژر تر ژره بشپړ شي.

د یادونې ده، په هېواد کې د تېرې شل کلنې جګړې له امله د ښوونځيو په شمول ډېری عامه تاسیسات ویجاړ او یا تخریب شوي چې بېرته جوړول يې ډېر لګښت او وخت ته اړتیا لري.

Visits: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.