کندهار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): په کندهار کې د ډاکټر مامون طاهري په نوم د روغتیايي علومو له انسټيټیوټ څخه ۳۱۰ محصلین فارغ او بريلیکونه ورکړل شول.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو د عمومي رییس قاضي پامیر صاحبزاده ترڅنګ، ګڼو سیمهییزو چارواکو هم ګډون کړی و.
د ډاکټر مامون طاهري د روغتیايي علومو انسټيټیوټ مالي او اداري مسوول صدیقالله معصومي په غونډه کې وویل، دا د محصلینو د فراغت ۱۷مه دوره ده چې له عالي نرسنګ، فارمیسي، طبي لابراتوار او د غاښونو پروتیز له څانګو څخه ۳۱۰ کسان فارغېږي.
ده زیاته کړه: «موږ نن یو ځل بیا سلګونه مسلکي کسان په روغتیایي برخه کې ټولنې ته وړاندې کوو، تمه لرو چې دوی ته دندې ورکول شي او په ټولنه کې هغه ستونزې له منځه یوسي چې اوس شتون لري.»
دغهراز په غونډه کې د افغانستان د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو عمومي رییس قاضي پامیر صاحبزاده بیا پر عصري علومو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له نړۍ سره د سیالۍ لپاره عصري علومو ته اړتیا ده.
د هغه په وینا، که د افغانستان ټول نارینه او ښځې ډاکټران شي، دا کار نه افغانستان او نه هم اسلام ته زیان رسوي؛ خو دا چې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن راغلی دا نورو کسانو راوستلی دی.
نوموړي زیاته کړه: «موږ په شعرونو او شعارونو سیالي نه شو کولای، عصري علومو ته اړتیا ده، په اقتصاد، ټکنالوژي، روغتیا او نورو برخو کې باید پرمختګ وشي، دا هغه څه دي چې د سیالۍ وړ دي.»
پر همدې مهال، فارغ شوي محصلین وایي، له سختو ستونزو سره سره یې زدهکړې بشپړې کړې او اوس تمه لري چې د کار زمینه ورته برابره شي.
د رحیمالله رحیمي په نوم یو کس چې له نرسنګ څخه فارغ شوی وایي، په همدې موخه یې زدهکړې تر سره کړې چې د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي او په عین حال کې خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي.
ده زیاته کړه، دا چې اوسمهال په ډېری سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو اړتیا ده، نو دی هم غوښتنه کوي چې دولت او یا نورې موسسې چې په روغتیايي برخه کې فعالیت کوي، باید دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
هغه وایي: «موږ خو خواري وکړه او په شخصي توګه مو زدهکړې تر سره کړې، نو اوس تمه لرو چې د کار زمینه راته برابره شي.»
دغهراز یو بل فارغ احمدالله هم وایي، دا چې نن سلګونه محصلین فارغ شول نو لازمه ده چې د دوی لپاره د کار زمینه برابره شي؛ ځکه ډېری لوستي کسان اوسمهال بېروزګاره دي او کار نه ورته پیدا کېږي.
ده زیاته کړه: «زموږ یوازینۍ غوښتنه د کار ده، هغه کسان چې مسلکي نه دي او په روغتیايي برخه کې کار کوي، باید لرې شي او ځایونه مسلکي کسانو ته پرېږدي.»
کندهار کې له لوړو زدهکړو موسسو څخه د فارغانو په ګډون زرګونه لوستي کسان بېروزګاره دي او له مسوولینو څخه د کار زمینې برابرولو غوښتنه کوي.