Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

۴۰ میلیون نور ډالر هم کابل ته را ورسېدل

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام کې نن د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله بسته هم کابل ته را ورسېده.

دا په روانه اونۍ کې د ۴۰ میلیون ډالرو دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را استول کېږي.

د افغانستان مرکزي بانک نن د لېندۍ په ۱۵مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي: «افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې بله کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.»

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي.

د سرچینې په وینا، دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

په ټویټرپانه کې راغلي، د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی هېواد ته د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلي ترڅنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې وشي.

دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د تېرې تلې میاشتې په ۱۲مه ویلي و چې دغه سازمان په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد امریکایي ډالر افغانستان ته راوړي، څو له میلیونونو افغانانو سره- چې بشري مرستو ته اړ دي- د ژوند ژغورنې مرستې وشي.

د پژواک د یوه راپور له مخې، له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو په ۴۵ کڅوړو کې څه باندې یونیم میلیارد امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.

د افغانستان بانک وایي، دغه بشري مرستې د امریکا متحده ایالتونه، اروپا او نور هېوادونه کوي او د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې دغه مرستې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز لري.

د یادونې ده، په روانه اونۍ کې دا دویم ځل دی چې هېواد ته د نړۍوالې ټولنې د نغدي مرستو کڅوړه رارسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.