Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د غلاوو په تور پنځه کسان نيول شوي دي

کابل (پژواک، ۱۵ ليندۍ، ۱۴۰۱): د کابل امنيتي مسوولين وايي، په اتمه امنيتي حوزه کې يې پنځه کسان د وسله‌والو غلاوو په تور نيولي او دوه موټرونه يې هم ترلاسه کړي دي.

د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې امر مولوي فضل‌الرحمان زهير وايي، وسله‌والو غلو يوه کرولا او بله ښاري ټکسي تښتولي وو چې دواړه موټرونه د دغې حوزې په مربوطاتو کې د تلاشۍ پر مهال ترلاسه شوي دي.

زهیر وايي، پنځه غله چې له يوه قصاب څخه یې پېسې وړې وې، د ياد کس تر عریضې وروسته پيدا شوي او غلا شوې پيسې يې بېرته خپل مالک ته سپارلې دي.

هغه زياتوي: «د کابل امنيه قوماندانۍ د اتمې ناحيې پوليسو له خوا پنځه تنه وسله‌وال غله او دوه تښتول شوي موټر د ولس په همکارۍ ونيول شول، موټرونه بېرته مالکينو ته او مجرمين د قانون منګولو ته وسپارل شول.»

يو کس چې موټر يې غلو ترې تښتولی و، وايي: «د مازیګر لمونځ مې کاوه، کله مې چې سلام وګرځوه نو موټر مې نه و، ۱۱۹ شمېرې ته مې زنګ وواهه، موټر يې نيم ساعت وروسته پيدا او راويې سپاره.»

بل کس وايي: «له چوک نه دوو کسانو دربست کړم، کله چې د نادرخان تپې ته راورسېدو، يو کس تومانچه او بل کس برچه راباندې را واېسته او موټر يې رانه يووړ.»

ياد کس زياتوي، اتمې امنيتي حوزې ته عارض شو، د حوزې کسانو تر نيم ساعت وروسته موټر پېدا کړ او ورته یې وسپاره.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.