ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان اوسېدونکي وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام پرې بی‌کیفیته خوراکي توکي وېشلي

د بامیان اوسېدونکي وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام پرې بی‌کیفیته خوراکي توکي وېشلي

بامیان، کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د بامیان اوسېدونکي ادعا کوي چې دوی ته د خوړو نړۍوال پروکرام له خوا پرې بی‌کیفیته خوراکي توکي وېشل شوي چې د استفادې وړ نه دي.

په افغانستان کې د ډبلیو‌اېف‌پي ادارې ویاند وايي، دا موضوع به وڅېړل شي او که د خلکو ادعا رښتیا وي، نو وېشل شوي توکي به بېرته ورته بدل کړي.

د یاد ولایت د مرکز «زرګران» کلي یوه اوسېدونکي محمدعلي پژواک ته وویل: «د خوړو نړۍوال سازمان له خوا چې کوم خوراکي توکي یوه اونۍ مخکې وېشل شوي وو، په هیڅ توګه د استفادې وړ نه دي.»

د هغه په وینا، دوی ته د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا د ۵۰ کیلوګرام اوړو او وریجو ترڅنګ پنځه لېتره غوړي او یو من دال مرسته شوې چې د اوړو او وریجو په ترکیب کې یې د وچې ډوډۍ ټوټې، حشرې او نور اضافي توکي لیدل کېږي چې د انسانانو لپاره د استفادې وړ نه دي.

دغه راز د بامیان د مرکز اړوند «جګرخېل» سیمې اوسېدونکې زهرا هم د خوړو نړۍوال سازمان مرسته شوو خوراکي توکو د ټيټ کیفیت له امله شکایت کوي.

هغې وویل: «څو ځله خلک د خوراکي توکو د ټیټ کیفیت له امله ‌ډبلیو اېف پي ولایتي دفتر ته ورغلي خو مربوطه مسوولین ادعا کوي چې خوراکي توکي ډېر وخت په ګودامونو کې پاتې وو، ښایي کیفیت یې تغییر کړی وي.»

نوموړې ادعا کوي، که څه هم مسوولین د خوراکي توکو د کیفیت له خرابوالي خبر وو خو بیا یې هم خلکو ته وېشلي دي.

د بامیان د مرکز اړوند د ۱ نمبر توحید شورا رییس محمدکریم وایي چې د دې شورا غړي د خوړو نړۍوال پروګرام د وروستي مرسته شوو توکو د ټيټ کیفیت له امله شکایت لري.

نوموړی زیاتوي، د دې لپاره چې مرستې د یوه نړۍوال سازمان له خوا اړمنو خلکو ته وېشل کېږي؛ نو کیفیت یې باید پر روغتیايي معیارونو برابر وي او د تاریخ‌تېرو، بې‌کیفیتو او غیرصحي توکو د وېش مخنیوی دې وشي.

د پژواک خبري اژانس خبريال د خلکو شکايتونو له اورېدو وروسته د هغو خلکو کورونو ته ورغلی چې مرستې یې ترلاسه کړې وې او د دغو توکو ويډيو يې هم اخیستې ده.

په یاده ویډیو کې ښکاري چې مرسته شوي توکي د انسانانو لپاره د استفادې وړ نه دي.

بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ویاند وحیدالله اماني پژواک ته وویل، خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي توکو کیفیت ته جدي پاملرنه کوي او دا موضوع به وڅېړي.

هغه وویل، که چېرې ثابته شي چې دغه توکي د ډبلیواېف‌پي په معیارونو برابر نه دي، خلک کولای شي توکي بېرته راوړي او په بدل کې معیاري توکي ترلاسه کړي.

نوموړي دغه راز وويل، دغه اداره د شکايتونو اورېدو یو سيسټم هم لري او خلک په ټول هېواد کې کولای شي خپل شکايتونه د (٠٧٩٠٥٥٥٥٤٤) شمېرې له لارې له یادې ادارې سره شريک کړي؛ په دې سره به د دوی غوښتونو ته رسېدنه وشي.

د باميان د کار او ټولنيزو چارو رييس سکندر عمري هم په دې اړه وايي، دغه رياست د خوړو نړۍوال پروګرام بې‌کیفیته خوراکي توکو په اړه د خلکو شکايتونو څېړلو لپاره یو پلاوی جوړ کړی دی.‎

هغه ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د همکارو موسسو په مرسته د دغه ډول بې‌کیفیته او ناپاکه خوړو د وېش مخنیوی وشي.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.