کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت وياند وايي، په فراه کې نن پر یوه کس (قاتل) د قصاص حکم جاري شو.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، قصاص شوی کس تاجمیر د هرات د انجیل ولسوالۍ د جلوارچه کلي اوسېدونکی و چې شاوخوا پنځه کال وړاندې (۲۱ د ۱ د ۱۴۳۹ هجري قمري) يې د مصطفی په نوم يو کس چې د فراه د پشتکوه ولسوالۍ د ګنګ کلي اوسېدونکی و، په چاقو وهلی او وژلی و او له هغه يې یو موټرسايکل او یو ټیلېفون وړي وو.
هغه زياتوي، «قاتل» د مقتول د کورنۍ له لوري وپېژندل شو او د ياد کس د نيولو په موخه د فراه ولايت چارواکو ته عارض شول.
د ده په وينا، له پلټونو وروسته «قاتل» ونیول شو چې د اسلامي امارت د محاکمو په حضور کې يې «بې له اکراه» پر خپل جرم اعتراف وکړ.
هغه وايي: «دغه موضوع د اسلامي امارت د درېګونو محکمو (ابتدايي، استیناف او تمیز) له خوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه چې د هرې یوې محکمې له خوا پرې د قصاص حکم صادر او تایید شو.
ده وويل چې وروسته دغه حکم د اسلامي امارت زعیم مولوي هبةالله اخندزاده حضور ته د تایید لپاره وړاندې شو.
هغه زیاته کړه، د مولوي هبةالله اخندزاده له خوا هم د دې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوقالعاده څېړنه وشوه او له علماء کرامو سره په یوه ستره مجموعه کې پرې هر اړخیز بحث ترسره شو چې په پايله کې پر قاتل د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړل شو.
مجاهد زياتوي: «د دغه حکم د تطبیق لپاره د هېواد سترې محکمې ته هدایت وشو چې دغه د قصاص حکم باید نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د جماديالاول میاشتې په ۱۴مه نېټه د فراه په مرکز کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.»
د مجاهد په وينا، د قصاص په ياده غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سترې محکمې قاضي القضات مولوي عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني، د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر مولوي محمدخالد حنفي، د عدلې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي، د پوهنې وزیر مولوي حبیبالله اغا، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی و.