پلعلم (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مرکز پلعلم کې د شاعرانو، لیکوالو او فرهنګیانو د هڅونې او همغږۍ غونډه رابلل شوې وه.
دغې غونډې ته د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم وویل، هڅه کوي په دغه ولایت کې د شاعرانو، لیکوالو او فرهنګیانو تر منځ اړیکې پياوړې کړي او فرهنګي فعالیتونو او غونډو ته یې پراختیا ورکړي.
هغه زیاته کړه چې مرکز پلعلم کې یې د «سنځل ګل» په نوم ادبي بهیر یې جوړ کړی چې هره پنجشنبه لسګونه شاعران پکې راټولېږي، مشاعرې کوي او د لیکوالۍ په تړاو بحثونه کوي.
دی وايي، د شاعرانو د کتابونو د چاپ، مخکتنې او مطالعې دود عامولو لپاره پراخ پلانونه په پام کې لري چې د ولایت او ولسوالیو په کچه به عملي شي.
د لوګر یوه شاعر او لیکوال مستري زلمي ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول غونډې کولای شي په دغه ولایت کې د شاعرانو، فرهنګیانو او لیکوالو ترمنځ اړیکې پياوړې کړي او فعالیتونه به یې ګړندي شي.
هغه زیاته کړه، اطلاعاتو او کلتور ریاست دې ورته غونډې دوامداره کړي او د جوړې شوې غونډې لمن دې ولسوالیو ته هم وغځوي.
د محمدکریم قرار په نوم یوه شاعر او لیکوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني سرپرست حکومت له راتګ سره دا لومړی غونډه ده چې شاعران، لیکوالان او فرهنګیان ورته رابلل کېږي.
ده وویل، اطلاعاتو او کلتور ریاست دې د ولایت په کچه د فرهنګي او مدني ټولنو د فعالیت پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي او د شاعرانو او لیکوالانو د کتابونو چاپ او مخ کتنو ته دې زمینه برابره کړي.
باید وویل شي چې د جوړې شوې فرهنګي غونډې په پای کې یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن