Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف: راتلونکي کال کې به شاوخوا ۹۰۰ زره  افغان ماشومان د ډېر ډنګروالي له امله ځوریږي

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومان ملاټر صندوق (یونیسف) وايي، په راتلونکي میلادي کال کې به شاوخوا اته سوه  ۷۵ زره افغان ماشومان د ډېر ډنګروالي له امله په ځور کې وي.

یونیسف دغه موضوع تېره ورځ (سه‌شنبه) په یوه ټویټ کې لیکلې ده.

یادې ادارې لیکلي: «موږ بېړني ملاتړ ته اړتیا لرو څو په راتلونکي کال کې د دغو ماشومانو درملنه او مخکې له دې چې په خوارځواکۍ اخته شي، د هغې مخنیوي کې مرسته وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم یونیسف ویلي وو،  په تېر یو کال کې یې د هغو  ۴۵۷ زره ماشومانو درملنه کړې چې له سختې خوارځواکي سره مخ وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.