Language

فراه (پژواک ، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د فراه امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په فراه‌رود ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ چاودنې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ياد ولايت امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک ته په رالېږلي ليکلي پیغام کې ویلي چې پېښه پرون شپه د فراه‌رود ولسوالۍ د نوي‌کار سیمې په يوه کور کې شوې ده.

په پیغام کې لیکلي چې په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل او دوه نور ټپیان دي.

سرچينې په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې د چاودنې لامل تر اوسه نه دی معلوم.

login or register a new account.

Related Topics