Language

کندوز کې یو صراف وژل شوی

کابل (پژاک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت د دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند په قرلق سیمه کې د قاري مسعود په نوم یو کس د نامعلومو وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د کندوز امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کس صراف و او د شپې ۱۲ بجې د نامعلومو وسله‌والو له لوري په خپل کور کې وژل شوی دی.

هغه زیاتوي، هڅې روانې دي څو د دې پېښې عاملین پیدا او ونیول شي.

دا په داسې حال کې چې له دې مخکې هم په کندوز کې د یوه جومات امام د نامعلومو وسله‌والو له لوري وژل شوی و.

login or register a new account.