اټلانټا (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په کوارټرفاینل لوبو کې ارجنټاین هالنډ او کروشیا برازیل ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ولاړل.
د جمعې په ورځ د کوارټر فاینل سیالو لومړۍ لوبه د کروشیا او پنځه ځلې نړۍوال اتل برازیل ترمنځ ترسره شوه چې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته کروشیا وګټله.
د لوبې تر رسمي وخت پورې دواړه هېوادونه یو یو ګول مساوي وو، خو په پنالټي شوټونو کې کروشیا برازیل ته ماتې ورکړه.
د کوارټرفاینل دویمه لوبه د ارجنټاین او هالنډ ترمنځ ترسره شوه؛ ارجنټاین لومړی ګول په ۳۴مه دقیقه کې او دویم ګول په ۵۲مه دقیقه کې وواهه او داسې اټکل کېده چې ارجنټاین به په اسانۍ سره دا لوبه وګټي، خو د لوبې په وروستیو کې هالنډ دوه ګولونه ووهل او لوبه یې مساوي کړه.
وروسته په پنالټي شوټونو کې ارجنټاین هالنډ ته درې پر دوو ګولونو ماتې ورکړه.
د کوارټر فاینل دوه نورې لوبې سبا ترسره کېږي، لومړۍ لوبه د مراکش او پرتګال او دویمه لوبه به د فرانسې او انګلیستان ترمنځ ترسره کېږي.
د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه په قطر کې پیل شوې دي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن