Language

پکتیکا کې څلور کلنه ماشومه د چاړه په وسیله وژل شوې

ښرنه (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په اورګون ولسوالۍ کې يوه څلور کلنه ماشومه د چړو په ګوزارونو وژل شوې ده.

 د اورګون ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر مولوي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده ماشومه څلور ورځې وړاندې له خپل کور څخه نادرکه شوې وه، وروسته د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوې چې مړی یې د ارګون او سروبي ولسوالیو ترمنځ په زامه سیمه کې تر خاورولاندې موندل شوی دی.

ده زياته کړه، د وژل شوې نجلۍ کورنۍ یاده پیښه له دوی سره شریکه کړې چې دوی او د کورنۍ غړو یې په ګډه د موندلو هڅې پیل کړې وې، په پایله کې یې په زامې سیمه کې د وژل شوې نجلۍ جسد پیدا کړی او وروسته یې خاورو ته یې سپارلې ده.

د وژل شوې نجلۍ پلار جان‌محمد وایې، دوی له کوم چا سره دښمني نه لري او نه پوهېږي چې امینه چا او ولې تښتولې او بیا یې په ډېرې بې رحمۍ وژلې ده.

د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیس د یادې پېښې په تړاو د څېړنو خبر ورکوي او وایي، ژر به یې عاملین ونیسې او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.