ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
10 Dec 2022 - 17:30
تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
10 Dec 2022 - 17:30

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): تېره اونۍ، د امريکا ځانګړي استازي د ملي دفاع له سرپرست وزير مولوي محمد‌یعقوب مجاهد او پخواني ولسمشر حامدکرزي سره په ليدنه کې پر بشري حقونو، سولې او ثبات خبرې کړې او د ملي دفاع سرپرست وزير له نړۍ غوښتي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه

  • ټام وېسټ په متحده عربي امارتو کې له مولوي محمد‌يعقوب مجاهد، حامد کرزي او د دغه هېواد له چارواکو سره ليدلي دي.
  • وېسټ له مولوي محمد‌يعقوب مجاهد سره په افغانستان کې د بشري حقونو، سولې او ثبات په اړه خبرې کړې دي.
  • د ملي دفاع وزارت: افغانستان امن دی او ټولې نقطې یې خوندي دي، نړۍ دې زموږ ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.
  • د اندونیزیا نړۍوال کنفرانس د بین‌الافغاني ډیالوګ او د نجونو ښوونځیو پیلېدو غوښتنه وکړه.
  • هند او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کوي.
  • بېلابېلو سرچينو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو تر شپږ ټولګي پورته ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه وکړه.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرګژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.

تېره اونۍ په ننګرهار کې په دوو بېلابېلو چادونو کې ۱۵ ملکي وګړي ټپيان شوي؛ په بلخ کې پر يوه موټر د چادونې له امله اته کسان وژل شوي او نهه ټپيان دي؛ په فراه کې د چادونې له امله د يوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي او په دغه ولايت کې په يوه بله چادونه کې يوازې بریدکوونکی ټپي شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په کندوز کې دوه کسان، کندهار او خوست کې يو، يو کس وژلي دي.

دغه‌راز، امنیتي چارواکي وایي، په کندهار ښار کې، غلو د مستریانو له یوه سرای څخه پيسې غلا کړې وې چې د تېښتې پرمهال یو کس يې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په تړاو امارتو کې د افغان او نړۍوالو چارواکو ليدنې

تېره اونۍ د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد‌يعقوب مجاهد او پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ، افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د جاپان او هندوستان تر سفر وروسته متحده عربي اماراتو تللی وو.

د کرزي د سفر په اړه څه نه وو ويل شوي، خو د ملي دفاع وزارت ویلي وو چې د مولوي محمدیعقوب مجاهد د سفر موخه د متحده عربي اماراتو له مشرانو او په هغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره لیده کاته او دغه‌راز له خلیجي هېوادونو سره د افغانستان «اسلامي امارت» د اړیکو ټینګول دي.

راپورونه ښيي چې د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام وېسټ سره په ليدنه کې هغه ته ډاډ ورکړ چې افغانستان امن دی، ټولې پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي، د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي او له هغه يې وغوښتل چې نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.

دغه‌راز، مجاهد د متحده عربي اماراتو د دولت له مشر شیخ محمد بن زاید آل‌نهیان سره په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر په امارتو کې له يو شمېر مېشتو افغانانو سره په ليدنه کې د ټولو افغانانو ترمنځ پر زغم او یووالي د ټینګار ترڅنګ وویل چې ټولو قومونو ته به په حکومت او سیاست کې برخه ورکړل شي.

افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له مولوي محمد‌يعقوب مجاهد  سره په لیدنه کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو  د خراب حالت، ګډو ګټو، سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې او ويلي يې دي چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات او د سرپرست حکومت داخلي او نړۍوال مشروعیت تر ډېره د افغانستان له میندو او لوڼو سره د حکومت په چلند پورې تړاو لري.

دغه‌راز، وېسټ د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د ليدنې پرمهال، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، اقتصادي ثبات او د دغه هېواد د خلکو اساسي حقونو ساتنې په اړه خبرې کړې دي.

تعامل او څنډې ته کول

راپورونه ښيي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ويلي، هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خپلې بهرنۍ تګلارې او د سیمې هېوادونو د ګټو پر بنسټ تعامل کوي.

همداراز، د ازبکستان ملي امنیت سلاکار د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډه امنیتي غونډه کې ويلي، افغانستان باید څنډې ته نه‌شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بیجېنګ په افغانستان کې امنیتي وضعیت څاري او غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت چارواکي هم له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره پر ښو اړيکو ټينګار کوي او زياتوي چې د ګاونډيو هېوادونو امنيت د ټولو په ګټه دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د قصاص حکم د عملي کېدو په تړاو غبرګونونه

تېره اونۍ په فراه کې پر یوه قاتل د قصاص حکم جاري شو.

راپورونه ښيي چې ملګرو ملتونو په عام محضر کې د اعدام سزاګانو پر پلې کېدو اندېښنه وښوده او د افغانستان له سرپرست حکومته یې د درولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما)، د بښنې نړۍوال سازمان او یو شمېر هېوادونو هم پر دغه اقدام نیوکې کړې او د افغانستان له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د اعدام سزا پای ته ورسوي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ځینو بهرنیو سرچینو غبرګونونو ته په اشارې سره وویل، ځيني هېوادونه او نهادونه د مسلمانانو معتقداتو، قوانینو او داخلي مسایلو ته درناوی نه کوي چې دغه کار د هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله ده او د غندنې وړ دی.

ده لیکلي، افغانستان یو اسلامي هېواد دی، تر ۹۹ سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي، د اسلامي قوانینو تطبیق لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

دغه‌راز، د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم ويلي، څوک چې جرم کوي نو د الهي احکامو په رڼا کې به مجازات کېږي او نور هېوادونه بايد د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د افغانستان په اړه د افغان او بهرنيو چارواکو ليدنې او څرګندونې

تېره اونۍ افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ويسټ وویل، جاپان ته یې د دوه‌ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د بشري اړتیاوو، بشري حقونو او سیاسي مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز، هغه په هند کې له هندي چارواکو او ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنو پرمهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانانو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ ټینګار کړی دی.

تېره اونۍ، «افغانستان او له ترهګرۍ سره مبارزه» تر نامه لاندې په نوي ډیلي کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او د هندوستان ملي امنیت سلاکارانو یوه ناسته ترسره شوه او په ګډه اعلامیه کې یې د ترهګرو د سرپناه، روزنې، پلان او مالي ملاتړ لپاره د افغانستان خاورې کارېدلو په تړاو اندېښنې ښودل شوې، خو د افغانستان حکومت په اوسنیو شرایطو کې دغه اندېښنې بې‌ځایه بللې دي.

د نجونو تعليم او بشري حقونو ته درناوی

تېره اونۍ، په اندونیزیا کې د افغان نجونو له زده‌کړو د ملاتړ په موخه جوړ شوي نړۍوال کنفرانس کې پر بین‌الافغاني ډیالوګ او د نجونو ښوونځیو پر پیلېدو ټینګار وشو.

راپورونه ښيي، په ياد کنفرانس کې د امریکا، پاکستان، نیوزیلینډ، ناروې، متحده عربي اماراتو په ګډون د شاوخوا ۲۰  هېوادونو او یو شمېر نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمیسار فولکر تورک ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول نږدې د ژوند له ټولو برخو شړل شوې دي.

همداراز، په هرات کې يو شمېر مدني فعالانو له حکومته غوښتي چې د زده‌کړې او کار په برخو کې پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په افغانستان کې د دوولسم ټولګي له يو شمېر نجونو زده‌کوونکو کلنۍ ازموينه واخيستل شوه او دغو نجونو بيا د پوهنې له وزارته وغوښتل چې د نورو زده‌کوونکو برخلیک دې هم روښانه کړي.

بشري مرستې

جاپان له افغانستان سره د بشردوستانه پروژو پلې کېدو او د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کېدو په موخه د ١٠٦،٧ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ؛ د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي، په را روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۲ زره اړو کورنیو سره نغدي مرستې کوي او تېره اونۍ ۸۰ ميليون ډالرو نغدي کڅوړې افغانستان ته راورسېدې.

دغه‌راز، جاپان ویلي چې له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او هغه پروژې چې په افغانستان کې تتسو ناکامورا پيل کړې وې، د بشپړولو چارې یې روانې کړې دي.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.