میدانښار(پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ اړوند په دښت ټوپ سیمه کې نن له غرمې وروسته د دوو موټرونو د ټکر له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتيا ریاست بېړنیو پېښو ته د رسېدنې امر احمدضیا ذهین پژواک خبري اژانس ته وویل چې پېښه نن شاوخوا ۰۱:۴۰ بجې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې چې شپږ کسان پکې ټپيان شوي او د دښت ټوپ روغتيايي مرکز ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ويې ویل چې د ټپيانو روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د یادونې ده، د کابل - هرات لویه لار چې په میدان وردګو کې تېره شوې، وخت ناوخته پکې ترافيکي پېښې کېږي چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت يې لامل د لارې خرابوالی او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي ګڼي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن