Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د ترافیکې پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي

کندوز، ميدان ښار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندوز په علي‌اباد ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۸  نور ټپیان شوي دي، دغه راز په ميدان وردګو کې د موټر د چپه کېدو په پېښه کې يو تن مړ او درې ژوبل شوي دي.

د کندوز د پولیسو مطبوعاتي مسوولینو په یوه اعلامیه کې ویلي: «تېره شپه شاوخوا دوه بجې د علي‌اباد ولسوالۍ په زنجیر سیمه کې یو ۴۰۴ ډوله موټر له سړکه وتلی چې له امله یې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.»

هغه زیاته کړه، په دغه پېښه کې د څو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې یادونه کړې چې په دغه ترافیکې پېښه کې څو ماشومان مړه شوي او لامل یې د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده‎.

په اعلامیه کې راغلي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز د ميدان وردګو مسوولین وايي، د دغه ولایت په لومړ‎ۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې يوه مېرمن مړه شوې او درې تنه نور ژوبل دي.

د دغه ولایت د امنيه قومندانۍ له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ په سرتاله سیمه کې، نن له غرمې وروسته د فلاينکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

سرچينه زياتوي، په پېښه کې يوه ښځه مړه شوې او درې تنه نور ټپيان دي.

سرچينه کاږي، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.