[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د فوټبال په تاریخ کې مراکش لومړی عرب افریقایي او دویم اسلامي هېواد شو چې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
د فوټبال نړۍجام سیالۍ چې په قطر کې روانې دي، د کوارټرفاینل لومړۍ لوبه نن د لېندۍ په ۱۹مه، د مراکش او پرتګال ترمنځ ترسره شوه.
د فوټبال لوبې ډېری شنونکي او ماهرین په دې اند وو چې د نړۍ مشهور لوبغاړي رونالډو په شتون کې به دا لوبه پرتګال وګټي، خو د مراکش دفاعي لوبغاړو دا ټولې وړاندوینې ناسمې ثابتې کړې او د پرتګالي لوبغاړو ټول بریدونه یې شنډ کړل.
د لوبې د لومړۍ نیمایي په دوه څلوېښتمه دقیقه کې مراکشي لوبغاړي یوسف نصیري د یوه اوږده هوایي پاس په پایله کې توپ د سر په وسیله ګول وواهه.
د لوبې په دویمه نیمایي کې پرتګالي لوبغاړو ډېره تېزه لوبه پیل کړه او د مراکش پر ګول یې پرلهپسې بریدونه کول، خو د مراکش دفاعي لوبغاړو او په ځانګړې توګه ګول کیپر یې د څو یقیني ګولونو مخه ونیوله.
د لوبې تر پایه پورې هیڅ یوې لوبډلې بل ګول ونه واهه او په پای کې مراکش دا لوبه یو پر صفر وګټله.
د لوبې په پای کې د رونالډو په ګډون پرتګالي لوبغاړي له لوبغالي څخه په ژړاګانو او له اوښکو ډکو سترګو ووتل، خو مراکشي لوبغاړو تر ډېره وخته په لوبغالي کې جشنونه نمانځل.
په مراکش هېواد کې هم له دغې بریا وروسته سلګونه زره کسان له کورونو ووتل او د خپلې لوبډلې د بري جشنونه او خوښۍ یې ونمانځل.
دا د فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل شو چې یو عرب او افریقایي هېواد د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته لار مومي؛ دغهراز تر ترکیې وروسته دا دویم اسلامي هېواد شو چې سیمي فاینل ته وځي.
د ۲۰۲۲ کال په نړۍوال جام کې ترکیه تر نیمه پایلوبې پورې رسېدلې وه.
نن دویمه لوبه د فرانسې او انګلستان ترمنځ ترسره شوه چې فرانسې دوه پر یو ګول وګټله.
تر دې مخکې ارجنټاین او کروشیا هم نیمه پایلوبې ته وتلې دي.
[/restrict]
Views: 864
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن